لاهور ۔12 نومبر(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګلبرګ كښې د مسلم ليګ (ق) لارښود چوهدري شجاعت حسېن سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔ صوبائي وزير شافع حسېن هم په دې موقعه موجود ؤ۔ چوهد??ی شجاعت حسېن د كوئټه رېلوے سټيشن چاودنې سخته غندنه كولو سره د شهيد شويو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ چوهد??ی شجاعت حسېن د وفاقی حکومت لخوا جوړېدونكي ټولو سړكونه د شهيدانو نامې ته د منسوب كولو غوښتنه وكړه۔ وفاقی وزیر د چوهد??ی شجاعت حسېن غوښتنې سره اتفاق كولو سره په اسلام ??باد كښې جوړېدونكي نوې سړكونو د شهيدانو نامو ته د منسوب كولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل د نورو صوبو اعلی وزيرانو سره به هم په دې لړ كښې خبره كولې شي۔ چوهدري شجاعت حسېن ووئيل دې سره به د شهيدانو نامې يادې پاتې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نظير په نړۍ كښې نه موندلې كيږي۔ داخله وزير ووئيل د پاكستان د شهيدانو د عظيمو قربانيو پور ادا كېدے نه شي٬ مونږ د هغوي كورنيو سره يو برابر ولاړ يؤ۔ چوهد??ی شجاعت حسین او چوهد??ی شافع حسین د آسټرېليا په ضد 22 كاله پس د ون ډے سيريز په ګټلو محسن نقوي ت?? مباركي وركولو سره ووئيل ستا خوارۍ او د لوبغاړو كاركردګۍ په دې بريا كښې مهم كردار ترسره كړو۔ چوهد??ی شجاعت حسین هيله ولرله چې په آئی سی سی چېمپیئنز ټرافی ټورنامنټ كښې به هم پاكستاني لوبغاړي ددې ډول كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔
Nguồn bài viết : Top 10 sòng bạc online