اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) وزير اع??م شهباز شريف وئيلي دي چې ?? آرمي پبلك اسكول پېښه د پاكستان د تاريخ يوه نه ??ېر??دونكې پېښه ده،ټول د قام بزدله ترهه ګرو په ضد يو موټې شوے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې وزيرِاعظم شهباز شريف د آرمي پبلك اسكول پېښي لس كاله په پوره كېدو خپل پېغام كښې ووئيل نن د پاكستان د تاريخ د يوې نه هېردونكې پېښي لس كاله پوره كېږي، زمونږ زړونه غمجن دي ۔ ده ووئيل دا يوه داسې پېښه وه د كومي ياد چې لس كاله پس هم زمونږ په زړونو كښې تازه دے۔ وزيراعظم ووئيل په 16 دسمبر 2014 بزدل ٬ بے رحمه او وحشي ترهګرو په آرمي پبلك سكول پېښور كښې تباهي خپرولو سره 144 بے ګناه زدكونكي او استاذان شهيدان كړي وو، د دې حيوانيت ښكار شوو شهيدانو كښې زياتره كم عمره ماشومان وو۔ ده ووئيل د هغوي ژوند، د هغوي خوب، د هغوي اميدونه، د هغوي سباؤن هغوي څخه واخستلې شول۔ وزيراعظم ووئيل د دې پېښي چې څومره هم وخت وشي د هغه بے ګناه ماشومانو د جدائۍ غم نه شي ختمېدې۔ ده ووئيل د هغه ماشومانو د مور پلار غم او تكليف كښې كمې چرې هم راتلې نه شي۔ ده ووئيل راځئ چې مونږ نن يو امناكه او محفوظ پاكستان جوړولو لپاره د عزم پخلے وكړؤ،چرت?? چې كوم بے ګناه وګړي كله هم دا ډول بربريت سره مخ نه شي٬ چرته چې ?? چا بچې ?? ويرې په عالم كښې سكول ته لاړ نه شي۔ دا يو عهد دے كوم ب?? چې مونږ ټولو له كول وي۔
Nguồn bài viết : Thống kê giải đặc biệt ngày hôm sau