اسلام آباد۔11نومبر(اے پی پی) د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وفاقي وزير چوهدري سالک حسين د حج پالېسي 2025 په رسمي توګه اعلان وكړو ۔ د کال 2025 لپاره د پاکستان د حج کوټه 179,210 ده، د سركاري او نجي حج سکيمونو لپاره د کوټې وېش د 50،50 په تناسب دے ، سركاري او نجي حج سکيمونو لپاره 89,605 چوۍ بېلې كړې شوي۔ د سركاري حج سکيم لګښتونه د 10 لکه 75 زره روپو نه تر 11 لکه 75 زرو روپو پورې كېدې شي، دسركاري سکيم لپاره د حج واجبات 2 لکه روپو وړومبے قسط به د حج درخواست سره جمع كول وي ، د قرع?? اندازۍ لسو ورځو كښې دنن?? به 4 لکه روپۍ او پاتې به تر 10 فرورۍ 2025 پورې جمع کول لازمي وي۔په سركاري حج سکیم كښې سپانسرشپ سکیم لپاره 5 زره چوكۍ بېلې كړې شوي ، سپانسرشپ سکیم کښې ګډون کولو لپاره د بانک د چېنل له لارې بهرني هېواد څخه زرمبادله لیږل لازمي دي۔ وفاقي ??زی?? چوهدري سالک حسېن د ګل په ورځ د حج پالیسۍ اعلان كولو په مهال ووئیل د حج 2025 لپاره چمتوالے بشپړ كړے شوے ۔ د سركاري حج سکيم لګښتونه د 10 لکه 75 زره روپو نه تر 11 لکه 75 زرو روپو پورې کيدې شي۔ وفاقي ??زی?? ووئیل د سعودي حکومت لخوا د 2025 كال لپاره د پاکستان مجموعي حج کوټه 1 لک 79 زره 210 بېله كړې شوې۔ د سركاري او نجي حج سکيمونو لپاره د کوټې د وېش تناسب 50،50 فيصد دے ۔ ده ووئيل په نجي حج سکیم کښې سپانسرشپ سکیم لپاره 30 زره چوكۍ بېلې كړې شوي ٬ سركاري سپانسرشپ سكيم لپاره درخواست وړاندې كوؤنكے به قرع?? اندازۍ څخه استثنی لري۔ سركاري حج سکیم لپاره روايتي لانګ پېكج به 38 څخه تر 42 او شارټ پېكج 20 څخه تر 25 ورځو وي۔ ده ووئيل د سعودي تعليمات له مخې 12 كالو څخه د كم عمر كوچنيان به حجاج كرام سره نشي تللې ۔ وفاقي وزير ووئيل كه كوم حاجي د حج ورځو په مهال په حق ورسي نو د هغه كورنۍ ت?? به 10 لكه روپۍ معاوضه وركولې شوه كومه چې اوس 20 لكه روپو ته رسولې شوې۔ د سركاري حج سکيم لګښتونه د 10 لکه 75 زره روپو نه تر 11 لکه 75 زرو روپو پورې کيدې شي، د قربانۍ روپۍ به 55 زره وي۔ وفاقي وزير ووئيل په مكه مكرمه كښې د ډبل بېډ او ټرپل بېډ استوګنې آسانۍ لپاره په ترتيب سر?? به 2 لکه 20 زره او 75 زره روبۍ درخواست وركونكي له اضافي جمع كول وي۔ وفاقی ??زی?? ووئيل د درخواستونو د وصولۍ وروستې نېټې څخه وړاندې د پېسو بېرته اغستلو په صورت به هېڅ كمے پكښې نه كېږي ٬ البته قرع?? اندازۍ څخه وروستو به د اولني قسط بېرته اغستو په صورت د 50 زرو روپو كټوتي كولې شي۔ د درېم قسط نه جمع كولو په صورت به 2 لكه روپۍ كټوتي كيږي۔ وفاقی ??زی?? ووئيل 10 فرورۍ څخه وروستو د نه تللو په صورت به پاتي روپۍ نه واپس كېږي۔ د وفات په صورت به پورته ذكر كړې شوې كټوتي نه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل دا يوه ښه خبره ده چې مصاريف نه دي زيات كړې شوي ۔ ده ووئيل كه د سعودي عربستان لخوا د تېر حج كوم ريفنډ ترلاسه شو هغ?? به دلته منتقل كولې شي۔ د روان كال په مهال مونږ په وړومبي ځل حج له تلوونكو ته ترجيح ??ركوؤ او په قرع?? اندازۍ كښې د نوو كسانو د نامو راتللو امكانات زيات دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل اروپا او كاناډا څخه چې څوك حج له راځي هغوي 20 ٬ 20 زره ډالره ادا كوي۔ په دې موقع د مذهبي چارو سېكرټري او نور اعلی چارواكي هم موجود وو
Nguồn bài viết : XSMB hôm qua