اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف په شخصي توګه د لبنان او غزې جن?? ځپلو خلکو ته د مرستې رسولو هدايات کړي دي٬ په دې لړ كښې پي اېم ريليف فنډ فار لبنان اېنډ غزه جوړ كړے شوے دے دغسې چې د پاكستاني اولس لخوا د دغه ضرورت مندو وروڼو خوېندو مرسته وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير احسن اقبال د خالي په ورځ په نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتھارټي (این ډي ایم اې) کښې د غزې او لبنان جن?? ځپلي اولس لپاره د پاکستان د روانو بشري مرستو د هڅو جاج اخستلو او پلان جوړولو له د لوړې كچې رابطه غوندې مشري كولو په مهال وكړه۔ د غونډې مشري وفاقي وزير احسن اقبال او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټننټ جنرل انعام حيدر ملک په ګډه وكړه۔ پ?? غونډه كښې د وزيراعظم دفتر، خارجه وزارت او اېن ډي اېم اے اعلی چارواكي موجود وو۔ د زوم له لارې د لبنان، اردن، شام او عراق سفيرانو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ پ?? دغه غونډه كښې د غزه او لبنان خلكو ته د فوري ضرورت سامان روانولو سره په اړوندو لاجسټك چېلنجونو خبرې وشوې۔ د لبنان سفير د پاکستاني حكومت لخوا په وخت د لېږلې شوې مرستې په اړه ووئيل پاکستان اوسمهال د لبنان خلکو ته د مرستې رسولو په لومړيو دريو هېوادونو کښې شامل دے۔ تر دې دمه پاكستان غزه او لبنان لپاره د 1251 ټنه مرستې سامان 12 جوپې استولې دي۔ پ?? دې ښې لس غزه او دوه لبنان ته لېږلې شوي دي۔ وفاقي وزير په لبنان ٬ فلسطين او سوريه كښې د پاكستان سفيرانو څخه د فعاله بشري تنظيمونو او جن?? څخه ځپلې شويو سيمو كښې د مرستې سامان وېش ذريعو په اړه هم تفصيلي بريفنګ ترلاسه كړو۔ غونډه جن?? ځ??لي?? سره د يووالي او د غزه او لبنان اولس لپاره د پرله پسې مرستې عزم سره پايې ته ورسېده۔
Nguồn bài viết : Loto miền Bắc